کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ولايت دبګراميو په ولسوالۍ کې دپوهاند عبدالشکور رشاد درايو ورکولو دمرکز مسوولينو هغه دولس تنه پيژندلي دي چې غوښتل يې په تقلبي کارتونو سره رايې ورکړي .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دغه مرکز کې چې دوه ځايونه دښځو لپاره او درې ځايونه دنارينه و لپاره شته نن له غرمې وروسته تر درې نيمو بجو پورې ٣١٥٠ تنو ښځو اونارينه و خپلې رايې کارولي دي.
دفيفا استازې مستوره او جمهوري رياست د دوو نوماندانو کتونکي ددغه مرکز دمسوولينو د کړ نوله امله خوښ وو.
هغو کسانو چې په تقلبي کارتونوسره يې رايې ورکولې ځان هغه مهاجرين بلل چې ګنې اوس اوس هېواد ته راستانه شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ