واشنګتن _ باختر دثور دريمه :
امريکايي مقاماتو پرون ددغه هيواد دبوستون ښار دبمي بريد په مشکوک په رسمي ډول د ډله ئيزې وژنې دوسلو دکارولو تور ولګاوه . داسې تور چې دمحکوميت په صورت کې کيداي شي داعدام مجازات له ځان سره ولري.
دبوستون په ماراتون کې دتيرې اوونۍ د دوشنبې دورځې بمي بريد درې تنه ووژل اوڅه دپاسه يو سلو اويا تنه يې ټپيان کړل .
په نولس کلن جوهر سارنايف په داسې حال کې چې په روغتون کې بستر و ددغه زړه بوږ نوونکي جنايت تور ولګول شو .
امريکايي مقامات دغه راز دجوهر او دهغه له مشر ورور په واسطه دماراتون په ښکتنۍ کرښه کې ددووبمونو دکارولو دانکيزې دموندلو په لټه کې دي .
دجوهر مشر ورورتيمور لنګ دتيرې جمعې د ورځې په وسله والو نښتو کې ووژل شو .
دامريکا دعدليې وزير اريک هولور وويل ، په دې اړوند څيړنې هماغه شان دوام لري .
په همدې حال کې ددغه جنايت يوازنى تورن چې کله ناکله بې هوښه کيږي ، د امنيتي مامورينو تر سخت نظر لاندې دى اوخبرې نشي کولاى .
دى په غاړه کې ټپي دى او لاتراوسه پورې معلومه نه ده چې دده ټپونه دپوليسو د ډزو زيږنده دي اويا دځانمرګي بريد .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې جوهر پوښتنې په ليکلي ډول ځوابوي .
بوستون دامريکا په شمال ختيځ کې يو مهم ښار دى .
0 1 دقیقه لوستل