ټولنه

په فراه کې د الوتوونکو د ښکار مخه ونيول شوه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
په فراه کې د الوتوونکو د غير قانوني ښکار مخه نيول شوې ده.
د فراه ولايت مرستيال محمد يونس رسولي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دوى څه موده مخکې په دغه ولايت کې د الوتوونکو د ښکار د مخنيوي په خاطر يوه پوځي شورا جوړه کړه او درې اوونۍ کيږي چې عربي ښکاريان له دغه ولايت څخه کابل ته ستانه شوي دي .
له بله پلوه د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې يو خبرځاى وايي چې څه ناڅه ٢٠٠ تنه عربان له قطر څخه د الوتوونکو د ښکار په مقصد د فراه ولايت دلاش جويند او بکوا ولسواليو ته راغلي وو او د خوش پاس په سيمه کې د کمپونو په جوړولو سره د الوتوونکو په ښکار لاس پورې کاوه.
خو د فراه ولايت مقاماتو ويلي دې چې يو شمېر عربان په دغه ولايت کې د لسو مليونو ډالرو په لګښت يو ستر جومات او يو پارک جوړ کړي دي .
په همدې حال کې د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختاور ويلي و چې يو شمير عربان د جومات او کلينيک د جوړولو په پلمه دغه ولايت ته راغلي دي او د (ميش مرغ) په نامه د يو ډول الوتوونکى په ښکار لاس پورې کوي.
په همدې حال کې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د پاليسۍ معين عبدالولي مدقق تاييدوي چې د عربانو له خوا په فراه ولايت کې د نه پيدا کيدونکو الوتوونکو ښکار پاى ته رسيدلى دى .
د يادونې وړ ده چې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې د شمېرنو له مخې: په افغانستان کې ١٣٨ ډوله صحرايي څاروي او الوتوونکي شته چې ساتلو ته يې جدي اړتيا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته