روغتیا

د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښه ثبته شوه

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ نوې پېښه  دهېواد په جنوب کې ثبت شوه.
د روزګان يو روغتيايي مسوول وايي چې دغه دوه نيم کلن ماشوم له خپل  مور او پلار سره يې د ترينکوټ ښار په مهر آباد سيمه کې ژوند کوي، چېرته چې  د امنيتي دليلونو او ډار اچوونکو ډلو د شتون له امله د واکسين د کمپاين له پوښښ څخه پاتې دى.
د کونړ په وټه پورکې هم په دې وروستيوکې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبته شوې وه.
د عامې روغتيا وزارت وياند له رسنيو سره په اړيکه کې په هېواد کې د پوليو د دغو نويو پېښو ثبتول تاييدکړل.
له بله پلوه د دغه وزارت مقامات وايي چې د پوليو واکسين نوې دوره به ډېر ژر  په هېوادکې ترسره شي.
د ډار اچوونکو ډلو شتون او د هېواد په ځينو سيموکې د هغوى ګواښونه د دې سبب شوي دي چې د پوليو خطرناکې ناروغۍ په وړاندې سلګونه زره تنه ماشومان د واکسين له تطبيق  څخه بې برخې پاتې شي.
په روان کال کې په هېوادکې د پوليو څه ناڅه ٩ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
افغانستان، نايجريا اوپاکستان هغه هېوادونه دي چې د واکسين د لسګونو دورو له ترسره کولو سره سره اوس هم د پوليو ناروغۍ شته او هر کال ماشومان پکې قرباني کېږي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته