کابل باختر دزمري نولسمه :
دملي اردو ٥٥ تنه منسوبين له اته اوونيو مسلکي زده کړو وروسته د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز له روغتيايي کورس څخه فارغ شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال مومند کټوازي چې د فراغت په مراسمو کې برخه لرله؛ مجرب اومسلکي روغتيايي کارکوونکي يې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مهم رکن وباله .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز قوماندان ډګروال عطاالله عطايي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغې دورې فارغانو د محاربې په ډګرکې د لومړنيو طبي خدمتونو د وړاندې کولو مهارتونه په اساسي توګه زده کړي دي.
عطايي زياته کړه چې دغو منسوبينو د ناروغيو د درملنې ، پانسمان، د پيچکارۍ کولو او نورې طبي موضوعګانې په عملي او نظري ډول زده کړي دي او د ملي اردو په قطعاتو او جزوتامونو وويشل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز د منسوبينو دڅرګندونوله مخې: ددغه مرکز له روغتيايي کورس څخه په درې ديرشو دوروکې تراوسه پورې يو زرو پنځه سوه تنه فارغ او د ملي اردو په ليکوکې په دندو ګومارل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل