امنیت

عمليات پيل شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دملي دفاع وزارت نن سهار دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو دمحاربوي او پوځي عملياتو دپيل خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغبار -٨ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات دشفق دعملياتو په ملاتړ دکابل ولايت  په سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکابل –جلال آباد په لويه لاره کې دلاښه امنيت دتامينولو په مقصد دماهيپر په لور او دکابل ښار د دريم امنيتي کمربند دپياوړتيا په خاطر نن سهار پيل شول او په برياليتوب سره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته