امنیت

ددين يو عالم ترور شو .

کابل باختر د وږي  نهمه :
وسله والو کسانو نن دپروان ولايت په سيد خيلو ولسوالۍ کې يو ديني عالم ترور کړ .
دپروان دوالي وياند وحيد صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه دپروان ولايت دسيد خيلو په ولسوالۍ پورې اړوند دملا حبيب په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې په شيرپاچا مشهور يو ديني عالم ايام الدين کله چې  له کور څخه ددندې په لور روان و ددوو تنو مخ پټو موټرسايکل  سپرو له خوا  پرې ډزې وشوې او شهيد کړى شو .
صديقي زياته کړه چې دغه عالم دسيدخيلو په ولسوالۍ کې دابوبکر  صديق په نامه مدرسه کې دسرښوونکي په توګه کار کاوه .
دده  دڅرګندونو له مخې  امنيتي ځواکونه دپيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره دپيښې ځاى ته  تللي دي او تحقيقات دوام لري .
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  محمد زمان مموزي  هم دغه پيښه تاييد کړه خو دجزئياتو له وړاندې کولو څخه يې ډډه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته