روغتیا

دهرات دبزګرانو او دخصوصي سکتور ترمنځ دلسګونو زراعتي همکاريو دتړونونو لاسليک کول .

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
اتيا زراعتي تړونونه دبزګرانو او دخصوصي سکتور ترمنځ  لاسليک شو ل .
دهرات دکرنې،اوبولګولو اومالدارۍ رياست  دبزګرانو محصولاتو ته د بازارموندنې په مقصد ددويم ملي لومړيتوب دملاتړ  دپروګرام له لارې دکرخ ولسوالۍ دبزګرانو او دروزنې دمرکز اودهرات دخوبان دصنعتي شرکت ترمنځ  دزراعتي قراردادونو دلاسليک کولو غونډه جوړه کړه .
په دې پروګرام کې درومي بادنجان ٨٠ تنه بزګران  تر پوښښ لاندې نيول کېږي
دغه قرارداد دبازار له بيې څخه په لوړه بيه  دبزګرانودمحصولاتو دپيرودنې او درومي بادنجانو دربع دتوليد لپاره له ولسوالۍ څخه دهرات  صنعتي ښارګوټو ته دبزګرانودمحصولاتو دلېږدونې په مقصد لاسليک شوى دى .
ددغه پروګرام استفاده کوونکي  به  په نږدې راتلونکې کې دبادنجان رومي دراټولولو او لېږدونې وسايل ترلاسه کړي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته