ټولنه

دروژې مبارکه مياشت پيل شوه .

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
نن دوشنبه  دروژې دمبارکې مياشتې لومړى ورځ وه .
دافغانستان  مسلمانو خلکو او دزياترو اسلامي هېوادونو  خلکو او نړۍ  ټولو مسلمانان دروژې  په نيولو سره  په زياتې مينې سره  دغه  مياشت  پيل کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې :  دروژې مبارکه مياشت  دمسلمانانو ترمنځ  زيات درناوى ، اهميت او ځانګړى مقام لري  او مسلمانان ددغې مياشتې  په رارسيدو سره  په زياتې علاقمندي او مينې سره اړو کسانو ته  د روژه ماتې او خوړو په ورکولو ، د تراويحو دلمانځه  په اداکولو او دقران عظيم الشان په تلاوت او ددعا او استعفار سره او دغه راز دصدقو په ورکولو او د ښو کارونو په ترسره کولو سره  خپل روح او ژوند دالهي فيض له سرچينې څخه  خړوبوي .
  دغه مبارکه مياشت  دتقوا ، پرهيز ګاري ، او داخلاص  دپياوړتيا او ددنيوي اواخروي  عذابونو دمخنيوي او دروژتيانو په وړاندې دشيطان دنفوذ دمخنيوي سبب کيږي .
دروژې مياشت  دقمري مياشتو يوازنى نوم دى  چې په قران عظيم الشان کې يې  يادونه شوې ده  په دې مبارکه مياشت کې اسماني کتابونه قران عظيم الشان ، انجيل  ، تورات او زبور نازل شوي دي .
دغه مبارکه مياشت  په اسلامي روايتونوکې  دلوى خداى ( ج ) مياشت او د ميلمه پالنې  مياشت ده .  داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  دامت  دميلمستيا مياشت  هم بلل شوې ده او دلوى خداى (ج) په دې مبارکه مياشت کې په ډير کرامت او مهرباني سره  دخپلو بنده ګانو هرکلى کوي .
زموږ مسلمان او ديندار خلک په داسې حال کې ددغې مبارکې  او برکتې مياشتې  هرکلى کوي .چې لاتراوسه پورې په هېواد کې  جګړه  او ورور وژنه دوام لري .
  ديني عالمان او ټول مسلمانان  دښځو او نارينه و په ګډون  ددولت  له وسله والو مخالفينو څخه  غواړي  چې دروژې  په مبارکه مياشت کې له وينې تويولو او ددې هېواد دصديقو بچيانو په وړاندې  له جګړې څخه  چې دملي اردو ملي پوليسو او دملي امنيت په چوکاټ کې  شامل  دي  لاس واخلي .
  څومره به ښه وي چې ددولت وسله وال مخالفين  ددولت  سوله ئيز غږ ته مثبت ځواب ووايي او دغه ديني کار ته غاړه کيږدي  ترڅو زموږ خلک چې زياتره يې  خپلې  ورځنې اړتياوې  او ډوډى په سختې سره  برابروي دروژې  مبارکه مياشت  په عبادت سره  او دورور ولۍ په فضا کې تيره کړي .
  ديادونې وړ ده چې  بډايو او شتمنو کسانو ته لازمه ده چې  داړو کسانو لاس نيوى وکړي  او دخوراکي توکو  او لګښتي مالونو  پلورونکو هم دخپلو مالونو  او توکو  په وړاندې کولو کې له پخوا زيات له انصاف څخه کار واخلي  ترڅو دلوى خداى ( ج ) مهرباني  او لطف ددوى په  حال او مال  کې  شامله شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته