خبرونهامنیت

اته تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

کابل/ د مرغومي ۳۰مه/ باختر
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په یو لړ هدفمندو عملیاتو کې اته تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي. په بدخشان کې څلور تنه، غزني کې یو کس، لوګر کې یو کس، نیمروز کې یو کس او همدارنګه هلمند کې هم یو کس نیول شوي دي. له دوی څخه ۵۰ کیلوګرامه تریاک، څه باندې پنځه کیلوګرامه هیرویین، ۱۹۱ کیلوګرامه نګ ، یو اندازه ښیښه، چرس، “کا” تابلېت او یو عراده لېږدوونکې واسطه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته