خبرونهامنیت

اته طالبان په لغمان کې ووژل شول

– کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
اته وسله وال طالبان په لغمان کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول او شپږ نور یې ټپیان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ نښتې تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې چې لسګونو یرغلګرو په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
د هېواد په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په نښتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور يې ټپیان شوي دي.
پوځیان وایي چې وسله والو طالبانو د یادو پوستو د نیولو په نیت بریدونه وکړل، خو بریالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته