کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
د وسله والوطالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون اته وسله وال طالبان تېره شپه دهرات ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٧ ظفر قول اردو باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلوسره ليکلي دي چې يوشمېر وسله والوطالبانو د هرات د چشت شريف ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو پرپوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول .
د وسله والوطالبانو په دې بريد کې د هغوى د دوو سرګروپانو په ګډون اته وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور ټپيان شول او دهغوي يوشمېر جنګي وسايل ترلاسه شول
ختم- ج –ا