خبرونهامنیتTOP

د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل/ د غبرګولي ۱۷مه/ باختر

د جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه، نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم حضور درلود، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یاد راپور له اورېدو وروسته د دښمن د ګواښونو د دفعې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته