امنیت

اته وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
اته وسله وال طالبان پرون د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ پامير قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختراژانس ته خبرورکړچې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو يرغل وکړي چې د دغه ولايت د ياوان ولسوالۍ د بازارک او د سنګرارچيک په سيمو کې پرې هوايي بريدونه وشول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې پېښه کې ١٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او دهغوى ٣ ټينګ سنګرونه له وسلو اومهماتو سره يې له منځه يوړل شول.
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته