امنیت

اته ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د کب ۵ مه / باختر
په قندهار کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۲۸ وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو په ميوند، ارغنداب، سپين بولدک او نېش ولسواليو کې هغه وخت هوايي بريدونه وشول چې غوښتل يې د امنيتې او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بريدونو لپاره تياري ونيسي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د دغو وسله والو طالبانو په ځپلو کې د هېواد هوايي ځواکونو زيات رول درلود.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په یادو نښتو کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٨ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
په قندهار کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه له منځه يوړل شوه.
دغه زېرمه د قندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو په يوپټنځي کې ساتل کېده.
پوليس وايي چې له یاد پټنځي څخه څو ماينونه، بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو دقندهار له يوشمېر واټونو څخه د٢٠ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماین ښخونو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته