سیاستTOPټولنه

ازبکستان د اسلامي امارت د ملاتړ او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ماسپښین د افغانستان لپاره د ازبکستان جمهور رییس له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره په ارګ کې وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې عصمت الله ایرګاشیف وویل چې ازبکستان د اسلامي امارت د ملاتړ او د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه چې ازبکستان به تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي او پخپلې دوستۍ او ورورولۍ کې رښتینی دی.

ایرګاشیف وویل چې ازبکستان اروپایي هېوادونو ته وړاندیز وکړ او چمتو دی چې ترمذ ښار له افغانستان سره د بشري مرستو په مرکز بدل کړي.

په همدې حال کې ملا عبدالغني برادر وویل چې د افغانانو د شتمنیو په ځانګړي ډول روغتونونو او ټولنیزو خدمتونو ته د ځانګړو شویو پیسو کنګلول، له انصاف څخه لرې کار دی.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال وویل چې اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا لپاره ټول لازم شرایط برابر کړي او د دواړو هېوادونو اړوند مسوولین به په جلا غونډو کې په دې اړه لازمو هوکړو ته ورسېږي.

په دې کتنه کې د اوبو او برېښنا او اقتصاد وزارتونو سرپرستانو او د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې عمومي رییس د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي او اقتصادي پروژو د عملي کولو په اړه د خپلو ادارو د فعالیتونو په تړاو معلومات ورکړل او د افغانستان په اړه یې د ازبکستان له اصولي او مثبت دریځ مننه وکړه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته