مادريد باختر د زمري دريمه :
داسپانيا حکومت په يوه وينا کې دکابل پرونۍ ځانمرګۍ بريد چې ٨٠ تنه پکې ووژل شول او ٢٣١ تنه نور ټپيان شول وغانده
دافه دخبري اژانس دخبر له مخې : دغه تروريستي بريد هغه وخت وشو چې په کابل کې په سختو امنيتي تدبيرونو کې په زرګونو افغانان ، ددولت دبريښنا ديوې سترې پروژې دتګلوري پرخلاف مظاهرې وکړې .
داسپانيا حکومت په خپلې وينا کې اعلام وکړ دغه تروريستي بريد هغه وخت وشو چې دلږکيو هزاره استازو په دغه سولهييزه غونډه کې برخه لرله .
په وينا کې ويل شوي دي داسپانيا حکومت دپيښې دقربانيانو کورنيو او دوستانو ته خپله ژوره ډاډګيرنه څرګندوي او ډير ژر دټپيانو روغتيا غواړي حکومت دوام ورکړ: اسپانيا له افغان ملت سره خپل ملاتړ ابلاغوي او دتاوتريخوالي او تروريزم پرخلاف مبارزه کې دهېواد دمقاماتو پربشپړ ملاتړ ټينګار کوي .
دغه راز اسپانيا هيله څرګنده کړه چې ددغه ناوړه عمل عاملين او جنايتکاران ونيول شي او ډير ژر دعدالت منګولو ته وسپارل شي .
0 1 دقیقه لوستل