خبرونهورزش

افغان تکواندو کارانو په انلاين ډول د نيپال په سياليو کې ګډون وکړ

١٨- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
د افغانستان تکواندو کارانو په نيپال کې د پومسه څانګې په نړيوالوسياليو کې گډون وکړ.
د هېواد د تکواندو فدراسيون د خپرونومسوول ذبيح الله شهزاد باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ پرون په مجازي ډول ترسره شوې.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ دا لومړى ځل دى چې افغان تکواندو کاران د پومسه په انلاين سياليو کې ګډون کوي.
شهزاد زياته کړه چې په دې سياليو کې له افغانستان څخه د ٣ نجونو په ګډون ٢٢ورزشکاران ګډون کړي دي .
هغه وويل :د پومسه يو ورځنى نړيوال سيالۍ د ٣٠ هېوادونو د ورزشکارانو په ګدون ترسره شوې.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې ده د دغوسياليو نتيجې په راتلونکې اوونۍ کې اعلام شي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته