ورزش

افغان ورزشکارانود سروزرو اووه مډالونه ترلاسه کړل.

کابل – باختر – د سلواغې د میاشتې ۲۷
افغان ورزشکارانو دآسیا د جنوب د سیالیو په دولسم پړوا کې د سروزرو اووه مډالونه ترلاسه کړل.
د تکواندو لوبغاړې سميه غلامي د هیواد په تاریخ کې لومړۍ ورزشکاره نجلۍ وه چې له دغو سیالیو څخه يې د سروزرو مډال وګاټه.
د باختر آژانس د خبر له مخې: خیرالله لعل زاده د ووشو په څانګه کې او د تکواندو ورزشکارانو روح الله نیکپا،محسن رضايي،سمیې غلامي،محمود حیدري،شریف مرادي او احمد علي بخشي وکولای شول چې د آسیا د جنوب د سیالیو د سروزرو مډالونه وګټي او لومړۍ افغان ورزشکارې نجلۍ سميې وکولای شول خپل سیال ته د ماتې په ورکولو سره ددغو سیالیو د سروزرو مډال وګټي.
دغه راز افغان ورزشکارانو له دغو سیالیو څخه د سپینوزرو اته مډالونه او د ژیړو اتلس مډالون هم وګتل او ددغو سیالیو څلورم مقام يې ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې د اتو هیوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د آسیا د جنوب سیالۍ د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې له پنځمې نیټې څخه په هندوستان کې پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې نن پای ته ورسیږي.
د ورزش د ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې: د هیواد د بیلا بیلو ورزشي څانګو لوبغاړي په دغو سیالیو کې په ګډون سره ښه وځلیدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته