ورزش

افغان کرکټ لوبډله د نړېوال شل اوریز جام لپاره چمتووالی نیسي

کابل / د وږي ۲۸ مه / باختر
افغان کرکټ لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د ترسره کېدونکي ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لوبو ته د چمتوالي په موخه په ننګرهار کې روزنیز کمپ پيل کړ. په دغه کمپ کې د ملي لوبډلې ۲۴ لوبغاړي ګډون لري.
یاد کمپ به د روانې سپټمبر میاشتې له ۱۶مې تر ۲۶مې دوام وکړي، دغه کمپ به د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي او ګلبهار خصوصي روزنځای کې ترسره شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته