کابل / د کب لومړۍ / باختر
اووه وسله وال طالبان پرون مازيګر په بلخ کې د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ په ترکمنيه ښارګوټي کې د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په عملياتو کې ١٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى جنګي وسايل ترلاسه شول.
پاى \ ذ