امنیت

اووه طالبان په لغمان کې ونیول شول

٤٤- کابل/ د سلواغې ۱۸ مه/ باختر
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د لغمان په بېلابېلو سیمو کې په تېره یوه اوونۍ کې اووه وسله وال طالبان نیول شوي دي.
د لغمان والي رحمت الله یارمل نن په مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د دولتي کارکوونکو په موټرو پورې یې مقناطیسي ماینونه نښلول.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شویو طالبانو څخه د مقناطیسي ماینونو وسایل هم ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته