ټولنه

اړو کورنيو ته د سملاسي مرستو پر رسولو د هرات د مسوولينو ټينګار وکړ

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
د هرات مسوولينو په دغه ولايت کې زرګونو اړو کورنيو ته سملاسي مرستو پر رسولو ټينګاروکړ.
همدا اوس د هرات د زرګونو اړو کورنيو ترڅنګ د بادغيس او فراه له ولايتونو څخه په لسګونو کورنۍ د طبيعي پېښو له امله بېځايه شوي او مرستو ته اړتيا لري.
د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار په افغانستان کې د نړۍ د خوړو سازمان له رييس عبدالقدير اثمي سره په کتنه کې اړو کورنيو سره په خپل وخت د مرستي رسولو پر زياتې پاملرنې ټينګاروکړ.
د هرات والي د اړو کورنيو بد حالت ته په پاملرنې سره وويل چې ډير ژر بايد له اړو کورنيو سره مرسته وشي .
په افغانستان کې د وزګارتيا او اقتصادي بحران په پراختيا سره د لوږۍ او بېوزلۍ کچه زياته کړې ده چې همدا اوس په سلو کې څه د پاسه شپيته خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته