سیاست

تبصره :

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٦:
په  افغانستان کې د فساد مسئله  د افغانستان  د دولت په  نظـــر  د يوې ملي ستونزې په توګه ځاى لري او افغان دولتي چارواکي په دې کار معتقد دي  چې له دغې پديدې سره دې بايد په تعقل ، پروګرام او مديريت سره  مبارزه وشي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :
په  دې وروستيو وختو کې  لندن له فساد سره دمبارزې  دنړيوالې غونډې کوربه و چې په هغې کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمداشرف غني په ګډون ، د نړۍ  د زياترو هېوادونو  جګپوړو مشرانو او استازو برخه اخيستې وه .
دبريتانيا صدراعظم ديويدکامرون په داسې حال کې ددغې غونډې کوربه توب وکړ چې د هغې له  جوړيدو  مخکې افغانستان  او نايجريا  يې د نړۍ  ډير فاسد هېوادونه وبلل.
دا  چې ښاغلي کامرون  څه ډول دنړۍ دډيرو فاسدو هېوادونو په سرکې يادکړى دى  . ښايي له ځان سره  ځينې دلايل ولري  خو نه شي کولاى دافغانستان دحالت  اوددغه هېواد ددريځ تعريف وکړي.ځکه  دافغانستان  دولتي چارواکي اوخلک په خپله په خپل هېواد کې دفساد دشتون له امله په  انديښنه کې دي او هغه  يوه ملي ستونزه بولي اوپه دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې دفساد دشخړې په برخه کې   په قضاوتونو کې دعدالت اصل رعايت نه شي  اوپه  دې  اړوند زياتې مبالغې او تحريفونه شوي دي او ځينې څرګندونې لنډپارې او له واقعيت څخه لرې دي او دغه شان چلند کيداى شي د يو داسې  ملت په  وړاندې  بې انصافي وي چې کلونه کلونه  له داسې کرغيړنو اوناوړو پديدوسره  چې زياتره يې بهرنۍ جرړې او اړخونه لري ، مخامخ دي.
په وروستيو کلونوکې  هغه هم کله چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې کارنده  شتون پيداکړ اداري فساد په نامه پديده زياته څرګنده شوه. ستونزه په دې کې ده چې په دې موده کې .زياترو هېوادونو، موسسو،انجيوګانو ،خيريه سازمانونو او دبشري  حقوقو   بنسټونو خپل کار دافغانستان له دولت سره له همغږۍ آن  دافغانستان دبيا جوړولو  په بهيرکې دشاملو هېوادونو ترمنځ له همغږۍ پرته ترسره کړ او ځان يې دهيڅ بنسټ او موسسې په وړاندې ځواب ورکوونکى فکر نه کړ.
ددغه شان ګډوډيو په شتون کې ، فساد وده وکړه لمنو يې تربيلابيلو کچو پورې لاره وموندله  او اوس اداري فساد نه يوازې ديوې  سترې ټولنيزې ستونزې په توګه بلکې  په افغانستان کې ديوې   جنجالي او جدي سياسي شخړې په توګه  بدله شوې ده .
واقعيت دا دى  چې  په افغانستان کې  اداري فساد جرړې  ځغلولي دي خو بهرني  عوامل يې له کورنيو  عواملو څخه جدي  دي چې له منځه وړل يې  ددغې ستونزې دجرړو موندلو  او هغږۍ ته اړتيا لري .
د اداري فساد وده  ، دنشه يي توکو له قاچاقو ، تروريزم  اوله سازمان موندلو جرمونو سره يو ځاى  ده  . دغه پديدې زياتره بهرني  عوامل لري  چې افغانستان يې  قرباني دى .
له بلې خوا  يوشميرهېوادونه شته چې  په افغانستان کې  يې داداري فساد په نسبت  زياتې نارې سورې پيل کړې دي خو   دهغو کسانو کوربه توب کوي  چې په افغانستان کې يې  په فساد لاس پورې کړى دى  اوله هېواد څخه تښتيدلي دي.
لندن هم  ددغه شان څيرو کوربه دى . نو له فساد سره دمبارزې په لاره کې دهمکارۍ غږ چې ديوشميرهېوادونوله خوا پورته کيږي ، يوازې يو شعار دى په داسې حال کې چې دافغانستان خلک دفساد ، دنشه يي توکو دقاچاقو  او تروريزم په ګډون  دناوړو پديدو  قرباني دى چې بهرني  عوامل لري. دافغانستان دولت  لکه څنګه  چې  جمهوررئيس غني وايي چې اداري فساد دسياسي تاوتريخوالي سبب کيږي  او موږ بايد دغه ستونزه وپيژنو  له دغې پديدې سره مبارزه  دغه راز زموږ لومړيتوب دى  نو په بيلابيلو برخو کې نړيواله همکاري يوه اړتيا ده  چې بايد دغه  اړتيا درک کړو  اوپه وړاندې يې    په مسوولانه ډول ودريږو  اوبايد په  آوازو ، ابهاماتو او تورونو استناد ونه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته