سیاستTOP

جاپان له اسلامي امارت سره کار ته دوام ورکوي

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ریاست الوزرا مرستیال د افغانستان او جاپان اړیکې تاریخي وبللې او په تېر او راتلونکې کې یې له افغانستان سره د جاپان له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د جاپان په ګډون له ټولو ګاونډیو، د سیمې هیوادونو او نړۍ سره د متقابل احترام پر اساس نیکې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې مرستې به یې په شفاف ډول تر اړمنو پورې ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت کابینه ټولشموله ده او په هېڅ صورت د ښځو د کار او زده کړو مخالفت نه کوي او دغه پروسه عملاً په اړتیا وړ ځایونو کې له وړاندې پیل شوې هم ده.
په همدې حال کې د جاپان سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
تاکاشي اوکاډا زیاته کړه: جاپان غواړي نوي حکومت سره کار ته دوام ورکړي او د باور جوړولو لومړي ګام په توګه له افغانانو سره خپلې بشري مرستې زیاتوي او دا بشري مرستې باید د ژمي تر راتلو وړاندې افغانستان ته ورسېږي.
د کتنې په پای کې د جاپان سفیر د اوسني اقتصادي بحران مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو پر ښه کېدو د ټینګار ترڅنګ وویل: هوډ لري له امنیتي ډاډ او باور وروسته خپل سفارت بېرته پرانېزي او د عملي اقداماتو لپاره باید یو ګډ چوکاټ رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته