روغتیا

جرمني په ننګرهار کې د مور او ماشوم د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز جوړ کړ

کابل/ د کب ۱۶ مه/ باختر
د جرمني په مالي ملاتړ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱ مېلیونو افغانیو په لګښت د مور او ماشوم د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د یاد مرکز په پرانېسته کې وویل چې دغه مرکز د ۱۰ مېلیونو ۷۰۰ افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ او په لازمو وسايلو تجهيز شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته