سیاستخبرونهټولنه

جمهوررييس محمد اشرف غني هرات ته په سفر کې له یو شمېر ښځو سره وکتل

کابل/ د سلواغې ۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له ښځو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوی غوښتنې او وړاندېزونه واورېدل. د دغې کتنې په پیل کې سونیا کاکړ او سویتا شریف د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له ښځو څخه یې د جمهوررئیس د ملاتړ د مننې پر مهال د سولې په معادلاتو کې د ښځو د اغېزناک مقام او لاسته راوړنو او د جمهوري نظام پر ساتنې ټینګار وکړ وې ویل، موږ شاتګ نه کوو او د جمهوریت د ملاتړ په خاطر ستاسې ترڅنګ قرار لرو. دوی امنیت، پوهنې او روغتیا ته د پاملرنې، له کوره بهر ښځو ته د کارکولو د کافي شرایطو د ایجاد، سوداګرو ښځو ته د پاملرنې، د ښځو تولیداتو ته د دایمي نندارتون، په لوړو بستونو کې ښځو د ګومارلو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د پاملرنې، ښځو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې او ښوونکو ته د پاملرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل. وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، موږ نه پرېږدو هغه ارزښتونه چې د سترو سرښندنو په پایله کې ترلاسه شوي، قرباني شي. افغان ښځې مستقل غږ لري او په بېلابېلو ظرفیتونو کې پر خدمت بوختې دي، موږ هڅه کوو چې په اقتصادي محتوا او د نظام په ټولو برخو کې اساسي رول ولري. جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هرات د ښځو د فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، زموږ د حکومتولۍ طریقه داده، تر څو داسې میراث پرېږدو چې زموږ تحول د شاتګ لامل نه شي. افغان ښځې حاضرې نه دي چې شاتګ وکړي او د دوی د شاتګ لپاره هیڅ قدرت وجود نه لري. جمهوررئیس د هرات له ښځو وغوښتل چې خپلې شبکې او اړیکې پراخې کړي، ځکه هرڅومره چې د دوی غږ رسا، منطقي او منسجم وي، ژر موخې ته رسېږي. هغه پر دې په ټینګار چې په سوله کې به د ښځو غږ لوړ وي وویل، د هرات او ټول هیواد امنیت ته پاملرنه کېږي، اما په دې برخه کې مدیریت، زعامت او د مهمو منابعو غوره استعمال مهمه مسئله ده. د هیواد جمهوررئیس د هرات ښځو او نجونو ته په خطاب کې وویل، تاسې د ګوهرشاد بېګم لوڼي یاست. د افغانستان په تاریخ کې باید ستاسې رول هېر نه شي او افغان ښځې به هیڅکله هم څنډې ته نه شي. جمهوررئیس وویل، ښځې، حکومت او خصوصي سکتور دې واضح انکشافي لیدلوري ته ورسېږي او واضح اقتصادي بحث دې ولري، ښځې باید د پوهنې د اصلاحاتو په برخه کې رغنده ونډه ولري. جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ثبات د افغان ولس په اکثریت اجماع پورې اړه لري، هغه اجماع چې راتلونکي ته پام وکړي د اساسي قانون تطبیق ته ژمنتیا ولري. د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، ښځو ته زما درناوی او باورمندي، له افغاني اصیل فرهنګ سرچینه اخلي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې ملي یووالی بېساری دی او د جمهوریت غېږ پراخه ده. د جمهوریت په لار کې شهادت ویاړ دی او له جمهوریت پرته ژوند ارزښت نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته