سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له یو شمېر وارثینو او د لومړۍ کرښې له سرتېرو سره خبرې وکړې

– کابل / د کب ۲ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو له وارثینو او د جګړې لومړۍ کرښې سرتېرو سره د ټلیفوني تماسونو په دوام، نن سهار د شهید جګړن عزیز اقا له ورور سره خبرې وکړې او د غمشریکۍ څرګندولو ترڅنګ یې وویل، موږ خپل ځان د هر شهید له کورنۍ سره په غم او درد کې شریک بولو او شهید جګړن عزیز اقا ته د ترفیع دوه رتبې منظوروم.
د شهید جګړن عزیز اقا ورور د جمهورريیس له غمشریکۍ مننه وکړه وې ویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ستاسو پاملرنه زموږ روحیه لوړوي او موږ د هیواد له دښمنانو سره هر ډول مبارزې ته تیار یوو او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې به له جمهوریت څخه دفاع وکړو.
همداراز جمهورريیس د کابل پنځمې امنیتي حوزې د پخواني امر شهید محمدزي کوچي له ورور احمد شکېب کوچي سره ټلیفوني خبرې وکړې او نوموړي ته یې د خپلې غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل وې ویل، موږ د شهید کوچي وړتیا او ژمنتیا ته احترام کوو او هغه ته د جنرالۍ رتبې د ترفیع ترڅنګ به د نوموړي کورنۍ ته هم پاملرنه کېږي.
په دې ټلیفوني تماس کې احمد شکېب کوچي وویل، ورور مې له ملي نوامیسو او د هیواد د عزت د دفاع په لاره کې خپل ځان قربان کړی دی.
د هیواد جمهورريیس په جلا ټلیفوني تماس کې د شهید نورالله خان نظري له ورور صفي الله خان سره غمشریکي وکړه وې ویل، ستاسو سرتېرو او افسرانو ملي اراده د دې لامل شوې چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ټولې نړۍ پاملرنه زیاته شي او نړۍ ستاسو اتلولي او زړورتیا وستایي.
صفي الله خان د جمهورريیس له غمشریکۍ مننه وکړه وې ویل، پخپلې همدردۍ او غمشریکۍ مو زما او زما د کورنۍ پر ټپي زړونو د مرحم پټۍ کېښوده.
جمهورريیس د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د لومړي نمبر سرحدي لوا د نهم کنډک بریدمل لیاقت سره په ټلیفوني تماس کې وویل، زه تل د وسله وال پوځ پر زړورو سرتېرو ویاړم، تاسو له خلکو سره په همکارۍ دښمن ته ماته ورکړې ده.
بریدمل لیاقت د جمهورريیس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، موږ طالبانو ته ماته ورکوو او په سر او مال د جمهوري نظام دفاع کوو.
همداراز جمهورريیس په یوې بلې ټلیفوني اړیکه کې په کندز ولایت کې د ځانګړې قطعې له ساتنمن عبدالمالک سره خبرې وکړې او د احوال اخیستو ترڅنګ یې وویل، ستاسو له هڅو او دا چې د هیواد او خلکو د دفاع لپاره په ګرمو سنګرونو کې یاست، مننه کوم.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته