خبرونهسیاستTOP

جمهوررییس او سیاسي مشرانو پر سیاسي اجماع او مطلوبې سولې ټینګار وکړ

۲۲- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې له مخکېني جمهوررییس حامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او استاد عبدرب الرسول سیاف سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي هم حضور درلود، د هېواد پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي کموالي، سیاسي اجماع او د مطلوبې سولې په راتګ چې د افغانستان د ثبات او وینې ودرېدو لامل شي، ټینګار وشو.
جمهوررییس غني په ټینګار سره وویل چې د هېواد په دغو حساسو شرایطو کې به د سولې پروسې په اړه له ولسونو، سیاسي شخصیتونو او بېلابېلو اقشارو سره د سلا او مشورو لړۍ ادامه ولري.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته