سیاستخبرونه

جمهوررییس غني او د آلمان لومړۍ وزیرې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېرماښام د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، جمهوررییس غني او د آلمان لومړۍ وزیرې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه وښوده او پر اوربند د ټینګار ترڅنګ یې وویل: دا د منلو نه ده چې د مذاکراتو ترڅنګ دې تاوتریخوالی هم دوام ولري او خلکو ته دې زیان ورسېږي.

هغې زیاته کړه: آلمان د خپلواک او پرمختللي افغانستان چې ډیموکراتیک نظام په کې حاکم وي، ملاتړ کوي او زموږ هڅې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لامل شي.

د آلمان لومړۍ وزیرې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنتیا اعلام کړه او له افغانستان سره د زیمنس کمپنۍ د همکاریو هوکړه لیک د لاسلیک یادونه یې وکړه، ويې ویل: د هغه لاسلیک نورو آلماني شرکتونو ته لاره پرانېسته چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دواړو لوریو ‎په فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترسره کېدونکي کنفرانس، د افغانستان لپاره د هغه پر ارزښت، د سولې پر مذاکراتو د هغه د اغېز او له افغانستان او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام لپاره د دغه کنفرانس پر پیغامونه خبرې وکړې.

جمهوررییس غني په بېلابېلو برخو کې د آلمان د مرستو او همکاریو مننه وکړه، ويې ویل: موږ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړو.

د هېواد جمهورررییس همداراز د سولې راوستو او سیمه ییز اتصال لپاره د افغانستان د برنامو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررییس غني او د آلمان لومړۍ وزیرې د دواړو هېوادونوترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا هوکړه وکړه.

جمهوررییس غني وویل: موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز جوړول مطالعه کوو چې د افغانستان تولیدات په ځانګړي ډول تازه او وچه میوه د آلمان مارکېټونو ته ورسېږي، د آلمان لومړۍ وزیرې د دې وړاندیز هرکلی وکړ. #

پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته