سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د اپټیکا اتمې ناستې له مذاکره کوونکي پلاوي سره وکتل

۴۱- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اپټیکا اتمې ناستې له مذاکره کوونکي پلاوي سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررییس غني د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ همغږۍ ناسته (اپټیکا) کې له مذاکره کوونکي پلاوي د ملاتړ ترڅنګ وویل: له پاکستان سره ستاسو مذاکرات باید پر اصولو او دوه اړخیزه ګټو ولاړ وي.
جمهوررییس غني د اپټیکا اتمې ناستې مذاکره کوونکي پلاوي ته د بریالیتوب هیلې ترڅنګ وویل: له ټولو هېوادونو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ګاونډيو سره د افغانستان سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې د نړیوالو منل شویو معیارونو پر بنسټ دي.#
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته