سیاست

جمهور رئیس غني محصلینو او متعلمینو ته : افغانستان به ستاسې په همت ودانیږي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون شپه د پوهنتونونو له استادانو او د لیلیو له محصلینو او د خوشال خان او رحمان بابا لیسو له متعلمینو سره لیدنه او اختر مبارکي وکړه.
په دغه مناسبت د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړو شویو مراسمو کې د هېواد لومړۍ میرمن او د کابینې غړو هم حضور درلود، لومړی د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبداللطیف روښان د کوچني اختر د مبارکۍ تر څنګ وویل، نن تاسې دغو محصلینو ته چې د خپلو مېندو او پلرونو لري دي، د والدینو احساس ورکړ.
د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر وویل، د کار په لومړۍ ورځ مې محصلانو سره وکتل او د هغوی غوښتنې او اړتیاوې مې واورېدې، دوی ته به فرصت ورکول شي چې د تحصیلي وضعیت د ښه‌والي لپاره خپل وړاندیزونه وکړي.
ده زیاته کړه، زموږ کاري لومړیتوب به محصلانو، استادانو، ادارې او بیا د لوړو زده کړو وزارت ته پاملرنه وي.
روښان څرګنده کړه، د پوهنتونونو اکثریت محصلان د کار په بازار کې
نه جذبېږي یا هم کاري ظرفیت نه لري په دې برخه کې به ځانګړي پلانونه پلي کړو چې دغه حالت بدل شي.
د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر عبدالغفور لیوال په خپلو خبرو کې حاضرینو ته د اختر مبارکي ورکړه او له جمهور رئیس څخه یې مننه وکړه چې محروم محصلان او د شهیدانو د کورنیو غړي یې دعوت او پاملرنه يې ورته وکړه.
ده زیاته کړه، د سرحدونو او قبایلو وزارت د تعلیمي موسسو کیفیت او کمیت ستاسو د پاملرنې له کبله  ښه  او د جذب ظرفیت یې لوړ شوی دی.
لیوال وویل، موږ وکولای شوای د پکتیکا ولایت له محرومو ولسوالیو څخه ۲۱۱متعلمین جذب کړو او د کانکور په ازموینه کې د خوشال خان، رحمان بابا او پيرمحمد کاکړ لیسې د بریالیو لیسو په کتار کې راغلې او سږکال د یادو لیسو د جذب ظرفیت هم زیات شوی دی.
مدینې د محصلینو او نوراغا د خوشال خان او رحمان بابا د لیسو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهور رئیس او د هېواد لومړۍ میرمن ته یې د اختر مبارکي ورکړه او ارګ ته یې د محصلانو او متعلمینو د بلنې په خاطر له جمهوررئیس څخه مننه وکړه.
هغوی د کمپاین پر مهال د جمهور رئیس ژمنو ته په اشارې وویل، په اقتصادي برخه کې ستاسو کارونه په ځانګړي ډول د کاسا زر، د افغانستان ـ هند ترمنځ د هوايي کورېډور او د سلګونو نورو عام المنفعه پروژو پرانېسته همدارنګه د کابل پروسې کنفرانس د قدر او  د درک وړ دي.
ویناوالو څرګنده کړه : موږ له جګړه ځپلو سیمو دلته راغلي یوو او تاسې ته ډاډ درکوو چې خپلو زده‌کړو او تحصیل ته به دوام ورکوو او نن تاسې له موږ نه دا احساس چې ګنې له کوره لېرې یوو لرې کړ او موږ مو منندوی یوو.
د هېواد جمهور رئیس د ګډونوالو د خبرو له اورېدو وروسته هغوی او د هغوی کورنیو ته د اخترمبارکي ورکړه او زیاته يې کړه: " نن ما او لومړنۍ میرمن سره خپل بچیان مریم او طارق نشته، خو نن تاسې د هغوی په ځای زموږ بچیان یاست، غواړم هره ورځ مو احوال واخلم، تاسې خپل پلار او مور ته راغلي یاست چې ستاسو په اراده او تاسو ته د خدمت لپاره ارګ کې ژوند کوي."
جمهور رئیس په دغو مراسمو کې حاضرينو ته وویل، دا وطن ستاسو په همت او خدمت ودانیږي، ستاسو له کورنیو مننه چې دغه شان بچیان یې روزلي دي چې له کوره لېرې‌والی زغمي تر څو د راتلونکي رهبران شي.
ده زیاته کړه، که د افغانستان دښمنان فکر کوي چې زما او ځوانانو ترمنځ به واټن راولي دغه ارمان دې ګور ته یوسي.
هغه څرګنده کړه، تاسې زما او د وطن د انرژۍ سرچینه یاست او زما اراده قوی کوی چې خپل کارونه دوه چنده کړم، ځکه زه ستاسو په سترګو کې د یو جوړ او باثباته افغانستان هیله وینم او تاسې هر یو د دغه مملکت راتلونکي یاست.
جمهوررئیس وویل، کومو کسانو چې درد، کړاوو او محرومیت لیدلی دی، د خپلو خلکو درد سم درک کولی شي، سبا ورځ چې تاسې ته د افغانستان مشري در وسپارل شي هیڅکله به بېوزله خلک هیر نه کړئ.
هغه وویل، دا ارګ د استبداد ځای نه، بلکې ولسواک ځای او د ټولو ګډ کور دی.
ده زیاته کړه، احمدشاه بابا له دېرش کالو کم عمر درلود چې د افغانستان بنسټ یې کېښود او تاسې د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو ستر نسل یاست چې راتلونکی به په وحدت، اتفاق او پراخ فکر بدلوی.
هغه څرګنده کړه، تاسې هر یو د افغانستان ملي ژبې زده کړئ او د افغانستان هره څنډه خپله وګڼئ، افغانستان په وېش نه ابادېږي بلکې په وحدت جوړيږي، ځکه دا واحد هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی، زموږ عزت په اتحاد او د هر افغان په مساوات کې دی. جمهور رئیس وویل، افغانستان د استثمار، استعمار کومه ډالۍ، صدقه او میراث نه دی، بلکې د هر افغان د ارادې پایله ده.
جمهور رئیس وویل، زما تاریخي رسالت دا دی چې هېواد تاسې ته وسپارم.
هغه د ښځو نقش ته په اشارې زیاته کړه، ښځه د ښځې په توګه منم، زموږ ښځې زړه ورې او د ملي ارادې څرګندویه دي، له ښځې او نر عالم، کروندګر او انجنیر پرته افغانستان نه ابادېږي.
جمهور رئیس د ښځې مقام ارزښتمن وباله وېي ویل، هره تعلیم یافته ښځه پنځه نسله بدلوي زموږ کورنۍ باید د همغږۍ او مینې مرکز وي. هغه یاده کړه چې زموږ ځوانان باید فکري اتحاد ولري.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې له بحرانه راوځو او دا افغانان دي چې په خپل همت یې درد په فرصت بدل کړ.
ده له ځوانانو وغوښتل چې اصلاحي نیوکي ولري، نه تخریبي، ځکه د خشونت ژبه د افغان ژبه نه ده دا د ګواښ ژبه ده باید افغانستان په علمي افکارو جوړ کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته