امنیت

دکوکنارو د کرکېلي په تور دوه څلويښت تنه بزګران ونيول شول

١٩- کابل باختر دليندى در ويشتمه

 پوليسو په هلمند ولايت کې دوه څلويښت تنه بزګران دکوکنارو دکرکېلي په تور نيولي دي .

  دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ چې دغه بزګران  دامنيتي ځو اکونو له خوا دهلمند  ولايت دنوزاد ولسوالۍ په  حجازى  سيمه کې نيول شوي دي

 دهلمند   پوليس له څه مودي راپديخوا د کرل شويو کوکنارو داړولو پروګرام عملي کوي .

  ددغه پروګرام  دتطبيق په بهيرکې  دامنيتي ځواکونو او تروريستانو ترمنځ نښتي هم شوي دي چې له امله يې درې تنه تروريستان له دريو کلاشينکوفونو سره نيول شوي دي

 ديوبل خبر له مخې  دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د پوليسو دځواکونو په عملياتوکې يو تن مخالف له پنځو کېلوګرامو  چرسو ، يوې تومانچې ، يو ٣٠٣ بورد ټوپک  او دکلاشينکوف له  پنځو شاژورونو سره ونيول  شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته