امنیت

دبلخ ولايت امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  افغان امنيتي  ځواکونو نن دليږدونې ددويم پړاو په چوکاټ کې دبلخ ولايت امنيتي مسووليت په رسمي ډول په غاړه واخيست .

 تر اوسه پورې الماني ځواکونه دافغان ځواکونو تر څنګ دبلخ ولايت دامنيت په تامينولوکې بوخت و .

 له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دکميسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي په مزارشريف  ښار کې وويل ،دولت هوډمن دى دنړيوالې ټولنې په مرسته  افغان ځواکونه دامنيتي او دفاعي وړتيا لپاره له پخوا زيات سمبال اووروزي .

  احمدزي چې په مزارشريف ښار کې يې  افغان ځواکونو ته دبلخ دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په مراسموکې  خبرې کولي وويل  ډير ژربه افغان ځواکونه په پرمختللو  جنګي  وسايلو سمبال شي .

 دبلخ  والي عطا محمد نور په دغو مراسمو کې له بهرنيو ځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو د منلو چمتو والي څرګند کړ  خو ده  له دولت  او نړيوالې ټولنې  څخه وغوښتل چې  په پرمختللو جنګي وسايلو دافغان ځواکونو په سمبالولو او کمي زياتوالي کې اقدام وکړي .

 په افغانستان کې دالمان سفير چې ده هم په دغو مراسمو کې برخه لرله له  ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره دخپل هيواد دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .

  ده وويل: هيواد يې دغه راز دافغان ځواکونو په سمبالولو او روزنې ژمن دى .

   ښايي تر  ٢٠١٤ م کال پورې چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې خپل  پوځي شتون پاى ته رسوي افغان ځواکونه دافغانستان په ټولو سيموکې امنيتي او دفاعي مسووليتونه په غاړه  واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته