پيښور – باختر دليندۍ اووويشتمه :
دخيبرپښتونخوا ايالت په يو ګڼ ميشت مارکيټ کې د چاودنې له امله څه ناڅه اوولس تنه ووژل شول او څه دپاسه تنه نور ټپيان شول.
دجيونيوز شبکې له خولې دباختر اژانس دخبرله مخې: دغه چاودنه نن له غرمې مخکې دتحصيل جمرود په سيمه کې وشوه او په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: د پيښې د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى اوښايي د دغې چاودنې له امله د سر د زيان شمېر لوړ شي.
د دغې پيښې زيات جزييات نه دى ترلاسه شوى.تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاه په غاړه نه دې اخيستې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ