کابلباختردسنبلي٤
د هيواد د اساسي قانون د ٨٤ مادې د دريمي فقرې له حکم سره سم د جمهوري رياست دمقام د ١٣٩٢ کال د زمري د مياشتې د٢٦ نيټې د٣٣٠٦ حکم له مخې دسنا مجلس د پخواني غړي ارواښاد سليمان ياري زوى محمدعوض ياري ، دمشرا نو جرګې د غړي په توګه انتصاب شوي دي .
دمشرانو جرګې لو مړي نايب محمد علم ايزديار د جمهور رييس د حکم د هرکلي په ترڅ کې دسنا مجلس دارالانشا ته دنده وسپارله چې د ده د معرفي کولو اود لوړې د مراسمو دپرځاى کولو زمينه دې د مجلس له دوبنيو رخصتيو وروسته د مشرانو جرګې په لومړۍ غونډه کې برا بره کړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ