خبرونهامنیت

درې طالبان په کندز کې ووژل شول

 کندز/ د سلواغۍ / ۲ / باختر

درې وسله وال طالبان تېره شپه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د۲۱۷ پامیر قول اردو د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ووژل شول چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو یی برید وکړ.

په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې په دغه برید کې دوه نور طالبان ټپیان شول او د یو طالب مړی د جګړۍ په ډګر کې پاتې دی.

پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته