Uncategorized

درې ويشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

١٥- کابل /د سلواغې ١٠مه /باختر
درې ويشت وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول او ٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په دهراود ولسوالۍ او د ترينکوټ ښارته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د هغوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونو کې د طابانو د ډلې د ٦پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٣ وسله وال طالبان ووژل شول او٣ نور ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والوطالبانو د يرغل په وخت کې هوايي اوځمکنيوځواکونو اقدام وکړ او په يرغلګرو يې بريدونه وکړل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتولارو څخه د ٢٩ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته