کابل / دکب ١٤مه /باختر
درې ويشت وسله وال طالبان پرون په فارياب کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د فارياب د المار اوقيصار د ولسواليو په مربوطاتوکې ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې د طالبانو څوکليدي افراد هم شامل دي.
رضايي زياته کړه په دې بريدونوکې د وسله والوطالبانو د يوسيمه ييز سرګروپ په ذوالفقار مشهور حبيب الرحمن په ګډون ٧وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم- ج _ا