کابل باختر دغبرګولې اتلسنولسمه
د داعشيانو د ډلې ١٨ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي اوځمکني بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ١٨ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل : په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت ، هسکې مينې ، کوټ ، خوږياڼيو او د دربابا په ولسواليو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان د ننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي او په دې ډيپو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ج_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل