سیاست

دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس ددغې شورا غړو ته وروپيژندل شو

کابل باختر دليندى اته ويشتمه : دسولې داجماع لپاره په سيمه ئيزو چارو کې دجمهور رييس ځآنګړى استازى محمد عمر داودزى نن دسولې دعالي شورا ددارالانشا درييس په توګه دسولې دعالي شورا غړو او دسولې دعالي شورا ددارالانشا کارکوونکو ته وروپيژندل شو . دسولې دعالي شورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه دسولې دعالي شورا رييس استادمحمدکريم خليلي ، دسولې د عالي شورا مرستيالانو او غړو ، دافغانستان دعالمانو د سراسري شورا رييس قيام الدين کشاف ، دهېواد سياستوالو، دکابينې غړو ، فرهنګي شخصيتونو او دملي شورا يوشمير غړو او دسولې دعالي شورا ددارالانشا کارکوونکو ګډون کړى و . لومړى دسولې دعالي شورا رييس استاد محمدکريم خليلي دسولې دعالي شورا ددارالانشا درييس په توګه دمحمد عمر داودزي دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او دسولې دعالي شورا ددارالانشا درييس او دسولې داجماع لپاره په سيمه ئيزو چارو کې دجمهور رييس دځانګړي استازي په توګه دداودزي دانتصاب په مقصد دملي وحدت دحکومت دمشرتابه دتصميم له امله مننه او قدرداني وکړه دسولې دعالي شورا رييس ټينګاروکړ هغه شرايط چې نن په ملي او نړيواله کچه دسولې لپاره رامنځته شوي دي بې ساري دي او داکار ددې غوښتنه کوي چې په بشپړ قوت سره ديو والي او همغږى په ساتنې او رامنځته شوي فرصت ته په پاملرنې سره دسولې دټينګښت او دجګړې دبندولو په لاره کې هڅه او هاند وشي . دسولې دعالي شورا رييس دسولې دتحقق څرنګوالي ته په اشارې سره وويل موږ دپتمنې سولې دټينګښت غوښتنه کوو هغه سوله چې ددواړو لورو خير په هغې کې نغښتى وي سوله دملي ګټو په رڼآ کې نه دنويو ارزښتونو د له لاسه ورکولوپه مانا او نه دوسله والو مخالفانو د تسليميدو په مانا . وروسته دسولې داجماع لپاره په سيمه ئيزو چارو کې دجمهور رييس ځانګړي استازي او دسولې دعالي شورا ددارالاشنا رييس محمد عمر داودزي وينا وکړه او ويې ويل دسراسري سولې په نشتوالي کې به دانتخاباتوپه ګډون ملي پروګرامونه په سمه توګه تطبيق نه شي او موږ هڅه او هاندکوو داسې سوله تامين کړو چې په شرايطو برابر ټول کسان وکولاى شي دخپلې راى له حق څخه ګټه واخلي . داودزي ټينګار کوي تر هغه وخته پورې چې دمهاجرينو دراستنيدو دشهيدانو کورنيو او معلولينو ته دپاملرنې زمينه برابره نه شي دسولې بهير به په سمه توګه تطبيق نه شي . دسولې دعالي شورا ددارالانشا رييس زيرى ورکوي چې سوله نږدې ده او دليل يې دامريکا ، دسيمې دهېوادونو او دطالبانوپه پالسيو کې دبدلونونو په رامنځته کيدو کې ويني . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته