امنیت

درې تنه په کاپيسا کې ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٨ :
په کاپيسا ولايت کې  ددوو کورنيو ترمنځ نښته کې  درې تنه ووژل شول.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله باخترآژانس ته وويل  چې دغه  جګړه تيره شپه  ددوو کورنيو ترمنځ چې خپلوان وو  دکاپيسا ولايت دکوهبندونو په ولسوالۍ کې  رامنځته شوه چې په نتيجه کې  يې له يوې لورې څخه درې تنه ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه:  دغه شان پيښې دکاپيسا ولايت  په ناامنو ولسواليو کې رامنځته کيږي  ځکه  اوسيدونکي يې وسله وال دي او دناسالمو سياليو په نتيجه کې  په وار وار نښته رامنځته شوې ده او ديو اوبل دوژلو سبب کيږي.
امان الله زياته کړه  تراوسه پورې  دقضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته