امنیت

دميدان وردګو په پوځي اکاډمۍ کې دسلګونو تنو ځانګړو ځواکونو زده کړې

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
دميدان وردګو ولايت په پوځي اکاډمۍ کې  په سلګونو تنو ځانګړو ځواکونو زده کړې وکړې.
دغو پوځيانو په درې مياشتنۍ پروګرام کې  له ډاراچوونکو  او  ورانکارو ډلو سره  دمبارزې  لارې چارې  زده کړې دي .
په ميدان وردګو ولايت کې  دپوځي اکاډمۍ مسوول جنرال عبدالرحمن اقتاش دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  په  دې پړاو  کې ٣٦٤ تنو  ځانګړو ځواکونو زده کړې کړې دي.
جنرال اقتاش  وويل :دغو پوځيانو ددريو مياشتو په بهيرکې دکورنيو او کارپوه ښوونکو له خوا له ډار اچوونکو  اومافيايي ډلو سره د مبارزې لارې چارې  زده کړې دي.
ويل کيږي سږکال په دې اکاډمۍ کې له  ټول هېواد څخه  له پوځي واحدونو څخه په زرګونو تنه ځانګړو ځواکونو  زده کړې ترلاسه کړي دي.
دميدان وردګو والي زندي ګل  زماني ددغو پوځيانو د فراغت په مراسمو کې  پوځيان  يې دټولنې خدمتګاران  وبلل  او ويې ويل  چې دوى  تراوسه پورې  په خپلوسرښندونو هيچا ته ددې اجازه نه ده ورکړې  چې افغانستان دډاراچوونکو په امنه  اډه بدل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته