امنیت

په ننګرهارکې يو سړى له نشه يي توکوسره ونيول شو

کابل باختردلړم  اتمه :
يو سړى له نشه يي توکو سره په ننګرهار ولايت کې ونيول شو.
دغه سړى کله يې چې غوښتل څه ناڅه لس کيلوګرام چرس د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ ته وليږدوي؛ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى د نشه يي توکوکڅوړي په مهارت سره په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى کړي و.
ده تاييد کړه: دغه سړي غوښتل چې چرس د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ ته وليږدوي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور په  ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان د امنيتي ځواکونوله خوا د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار او د دغه ولايت په نورو بازارونوکې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته