امنیت

دنشه يي توکو دولس قاچاق وړونکي ترشلو کلونو پورې په بند محکوم شول

کابلباختر د وري٢٣

دمسکراتو او نشه يي توکو د جرمو نو پرخلاف دمبار زي د استيناف محکمې قضا يي هيئت ديو پاکستاني تبعه په ګډون دولس تنه د نشه يي تو کو ، داوبلن کيميا وي مواد اود الکولى مشرو باتو دقاچاقو په تور تر شلو کلو نو د بند په سزا محکوم کړل

په هغې خبر پاڼه کې چې د مسکرا تو او نشه يي تو کو دجرمو نو پرخلاف دمبارزې دمطبوعا تي مرکز له خوا باختر ا ژانس ته ليږل شوى دى ويل شوي دي

ددولسو تنو له جملي څخه لس تنه يې چې د بغلان ،هلمند، کند هار ، پنجشير ، ننګر هار اود کندز ولايتو نو اوسيدونکي دي هغه وخت د پو ليسو له خوا د جلا جلا عمليا تو په بهير کې دپو ليسو له خوا ونيول شول چې له يوځاى څخه بل ځاى ته د څه دپاسه درې ديرش کيلو ګرامه هيرو ئينو ،څه د پاسه سل کيلو ګرامه چرسو او څه  د پاسه لس زره ليتره او بلن کيميا وي موادو اود يو سلو پنځوس ليتره الکو لى مشروباتو دقا چاقو په حال کې و او يو تن بل يې چې د هلمند ولايت د پو ليسو يو افسرو دالکو لى مشرو باتو له قاچاق وړونکو څخه د بډى اخيستلو په تور د مسکرا تو او نشه يي تو کو دجرمو نو پرخلاف دمبارزې د استيناف محکمې دقضا يي هيئت  له خوا له پنځو کلو نو څخه ترشلو کلو نو پوري دبند په سزا محکوم شوي دي

داپه داسي حال کې ده چې د مسکرا تو او نشه يي توکو د جرمو نو پرخلاف دمبار زې د استيناف محکمې قضا يي هييت دروان کال د لومړيو دريو مياشتو دروا نې مياشتې په بهير کې پنځلس تنه نور تر شلو  کلو نو د بند  په سزا محکوم کړى وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته