امنیت

په کابل کې د موټرو يو حرفوي غل ونيول شو

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
پوليسو نن يو تن د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د يو موټر د غلا په تړاو ونيو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل؛ پوليسو دعبدالواسع په نامه يو حرفوي غل چې يو کرولا موټر يې د کابل ښار له دريمې ناحيې څخه غلا کړى و او له سيمې څخه تښتېدلى و د کابل د شکردرې ولسوالۍ د کوچکين سړک په سيمه کې وپېژندل شو او له غلا شوي موټر سره لاس په لاس ونيول شو.
له نيول شوي کس څخه د موټرو ١٧ډول ډول کلۍ هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته