کابل /د وري ١٢مه /باختر
افغان ځوواکونو په فراه ، غور او بادغيس ولايتونو څخه ١٢ ماينونه کشف اوشنډ کړل.
په هرات کې د ٢٠٧ظفر قول اردو وياند باختراژانس ته وويل چې د دغه قول اردو ځواکونو د فراه ،غور او بادغيس په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو په بهيرکې ١٢ماينونه کشف اوشنډ کړل.
د يوبل خبرله مخې؛ دغزني ښار د دويمې امنيتي حوزې پوليسو يوماين چې وسله والوطالبانو په ماهرانه ډول د ګازوپه ډبه کې ځاى پرځاى کړې و ، کشف کړل او په يوه لرې پرته سيمه کې وچاوه .
ختم-ج – ا