امنیت

دوه انسان تښتوونکي په فراه کې ونيول شول

کابل / د لړم٩/ باختر:
د فراه امنيتي ځواکونو د فراه په مرکز د دهک په سيمه کې په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکو يو پټنځى کشف کړ.
د فراه د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي محمدصادق باخترآزانس ته وويل؛ په دغو عملياتو کې دوه انسان تښتوونکي ونيول شول او له هغوي څخه يو فيلډر موټر او يوه اندازه وسلې هم ترلاسه شوي دي.
صادق زياته کړه، د انسان تښتوونکو دغه پټنځاى په داسې حال کې کشف کېږي چې ناپېژاندو وسله والو کسانو يو سړى د ميلمستيا په پلمه وتښتاوه او دهغه د خلاصون په بدل کې ٥ سوه زره افغانۍ غوښتې وې.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته