خبرونهامنیت

دوه تنه د يو مدافع وکيل د وژلو په تور ونيول شول

٤٧- کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
پوليسو دوه تنه د يو مدافع وکيل د وژلو په تور چې د کابل په خيرخانه مينه کې وژل شوې و، پرون ماښام ونيول .
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس خبريال ته وويل مجتبى او محمد خالد د حشمت الله په نامه د يو مدافع وکيل د وژلو په تور چې د خيرخانې په خواجه بغرا کې ووژل شو، ونيول.
فرامرز وويل پوليسو د دغې قضيې په اړوند يو تن له يوې تومانچې سره د دويمې حوزې او يو بل تن يې د لسمې حوزې له مربوطاتو څخه ونيول .
پېښه تر څېړنې لاندې ده .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته