امنیت

دوه تنه په پکتيا کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
دوه تنه تېره شپه په پکتيا کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي باختراژانس ته وويل چې پوليسو دغه دوه تنه د پکتيا په احمد اباد ولسوالۍ کې د عملياتوپه بهيرکې ونيول.
هغه وويل له نيول شويو کسانو څخه څه دپاسه دوه سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي او له هغوى څخه تحقيقات دوام لري .
ختم_ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته